د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپټمبر په دوهمه نېټه په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا د شينجيانګ په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر لخوا د خپور شوي راپور په اړه د چين جدي دريځ څرګند کړ او د ملګرو ملتونو له اکثريت غړيو هېوادونو څخه يې وغوښتل، چې په دې اړه جدي احتجاج وکړي.
جاو لي جيان دې ته اشاره وکړه، چې د شينجيانګ اړوند دغه راپور د ناسمو او جعلي معلوماتو يوه مجموعه ده، چې د امريکا په شمول د ځينو لوېديځو هېوادونو لخوا د سياسي موخو لپاره طرحه او جوړ شوې او په بشپړه توګه غير قانوني ده.
جاو لي جيان وويل، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ دفتر د ملګرو ملتونو د سکرتريت د يوې برخې په توګه بايد د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو مراعات او ساتنه وکړي، د غړو هېوادونو د ملي حاکميت دې احترام او د غړو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي. دا تش په نامه راپور د دې ټولو چارو خلاف دی.
په دې وروستيو کې څه دپاسه ۶۰ هېوادونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ دفتر ته په ګډه د يو ليک په استولو سره وویل، چې د شينجيانګ چارې په بشپړه توګه د چين داخلي چارې دي او پرته له اجازې د عالي کمېشنرۍ دفتر لخوا د ليکل شوي تش په نامه یاد راپور په اړه يې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.