د چين د کون مينګ ښار د ګمرکي ادارې د شمېرنې له مخې، د چين او لاوس ترمنځ د رېل پټلۍ له پرانيستلو راهيسې چې ۹ میاشتې تېرې شوې، د کون مينګ ګمرکي ادارې لخوا د څارل شويو صادراتي او وارداتي توکو اندازه ۱ ميليون او ۲۰۲ زرو ټنو ته رسېدلې او ارزښت يې ۱۰ میليارډ او ۸۰ میليونو يوانو ته رسېدلی دی. اوس د لاوس له لارې د نړۍ مختلفو برخو ته د چين ۳۱ ولايتونو، سیمو او ښارونو اورګاډۍ تګ راتګ کوي.
دغه اورګاډي د الکترونيکي توليداتو، مخابراتي وسايلو او تازه ګلانو په شمول شاو خوا دوه زره ډوله توکي لاوس او د دغه هېواد له لارې د ميانمار، تايلند، ويتنام، ماليزيا، سينګاپور، اندونيزيا په شمول ۸ هېوادونو ته انتقالوي.