امريکايي رسنۍ: د هند GDP له بريتانيا لوړ او د نړۍ پنځم لوی اقتصادي قدرت شوی
CMG2022/09/04 14:50:44
شريکول:

د امريکا بلومبرګ اژانس د سپتمبر په ۲مه نېټه خبر ورکړ، د وروستۍ شمېرنې له مخې، هند له بريتانيا مخکې شوی او د نړۍ پنځم لوی اقتصاد قدرت شوی دی.

امريکايي رسنۍ وايي، د پيسو نړيوال صندوق د راپور له مخې، هند د ۲۰۲۱م کال په وروستيو ۳ مياشتو کې تر بريتانيا مخکې شوی او د نړۍ پنځم لوی اقتصاد دی. د هند امتياز او غوره والی د ۲۰۲۲م کال په لومړيو ۳ مياشتو کې نور زيات شوی.

د پيسو نړيوال صندوق د وړاندوينې له مخې، په ۲۰۲۲م تر پايه به د هند GDP  له بريتانيا زيات شي، چې يوازې د امريکا، چين، جاپان او جرمني لاندې درجه وي. د تحليل له مخې، د هند اقتصادي حجم به په ۲۰۲۷م کال کې د بريتانيا په پرتله ۲۰ سلنه لوړ شي.