د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ دوه کارپوهان به له زاپورژيا اټومي برېښنا کوټه د څارنې په موخه د دايمي لپاره هلته پاتې شي
CMG2022/09/04 14:50:07
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير رفایل ګروسي د سپتمبر په ۲مه نېټه د اطريش په پلازمېنه ويانا کې په خبري ناسته کې وويل، چې د دې سازمان دوه کارپوهان به په دايمي توګه په زاپورژيا اټومي برېښناکوټ کې پاتې شي.

ګروسي د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه د دې سازمان د ۱۴ کارپوهانو د پلاوي په مشرۍ له زاپورژيا اټومي برېښناکوټه ليدنه وکړه او په ۲مه نېټه بېرته ويانا ته لاړل. ګروسي وويل، چې په دې ليدنه کې يې هراړخيز معلومات تر لاسه کړي. هغه به د راتلونکې اوونۍ په سر کې يو اړوند راپور خپور کړي او په راتلونکې سه شنبه ورځ به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د دې څېړنې په اړه معلومات وړاندې کړي.