د روسیې د کرنې وزارت: موږ به د روان کال په دویمه نیمایي کې ۳۰ میلیونه ټنه غله صادره کړو
CMG2022/09/04 11:25:49
شريکول:

د روسيې د کرنې وزارت د سپتمبر په دويمه نېټه خبر ورکړ چې دغه هېواد به د روان کال په دويمه نيمايي کې بهرنيو بازارونو ته ۳۰ مليونه ټنه غله صادره کړي. د روسيې د بهرنيو چارو وزیر مرستيال سيرګي ریابکوف په همدې ورځ وويل، روسيه هيله لري چې ملګري ملتونه واقعي تضمین برابر کړي ترڅو نړيوال بازار ته د روسيې د غلو د واردولو په برخه کې مرسته وکړي.

په تېر جولای کې روسیې او اوکراین د تور سمندر له بندرونو څخه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه له ترکیې او ملګرو ملتونو سره اړوند تړونونه لاسلیک کړل. په عین وخت کې، روسیې او ملګرو ملتونو د روسیې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.