د چین له خوا جوړ شوې د لمريزې لويې بې پیلوټه الوتکې لومړۍ الوتنه په بریالۍ توګه ترسره شوه
CMG2022/09/04 11:25:03
شريکول:

د سپتمبر په درېيمه نېټه د چين له خوا جوړ شوې "چي مینګ شينګ۵۰" لمريزې بې پيلوټه الوتکې د شاان شي ولايت په يولين ښار کې په بريالۍ توګه خپله لومړۍ الوتنه وکړه.

نوموړې الوتکه د یوازینۍ سرچینې په توګه په لمریزې انرژۍ سره لومړۍ ټول بریښنایي لويه بې پیلوټه الوتکه ده. دا الوتکه کولی شي د اوږدې مودې لپاره په هوا کې پاتې شي او د ځنګل د اور وضعيت د څارنې او د هوا او چاپیریال د څارنې په ګډون يو لړ هوايي دندې ترسره کړي. د دې بريالۍ الوتنې له لارې به د نوي انرژۍ او د الوتنې د کنټرول په برخو کې د چین کليدي تخنيکي پرمختګ ته وده ورکړی شي.