د چین د سوداګرۍ وزارت: د چین د موټرو صادرات په چټکۍ سره زيات شوي
CMG2022/09/04 11:21:42
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت اړوند مسؤل د سپتمبر په ۳مه نېټه وويل چې په نړۍ کې د موټرو د تجارت اوسنۍ بڼه د بدلون په حال کې ده او د چین د موټرو صادرات چټک شوي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ څانګې مرستيال منګ يوې وويل، په ۲۰۲۱م کال کې د چین د موټرو صادراتو اندازه ۲.۰۱۵ میليونو ته رسېدلې چې د لسو کلونو پخوا په پرتله دوه چنده زياته شوې ده. د روان کال له پيل راهيسې، د چین د موټرو صادراتي ارزښت د تېرو کلونو د همدې مودې په پرتله لوړ شوی چې د هغو له جملې څخه د نوې انرژۍ موټرو د صادراتو د ودې لامل شوی، د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې، د نوې انرژۍ په برخه کې د چین ۲۹۵ زره موټر صادر شوي چې د موټرونو په صادراتو کې ۴۶.۶ سلنه ونډه لري.