د خدمتي سوداګرۍ په برخه کې د بريکس هېوادونو ترمنځ همکارۍ بالقوه ځواک لري
CMG2022/09/04 15:07:52
شريکول:

له تېرو څو کلونو راهيسې د خدماتي سوداګرۍ په برخه کې د چين ملګري زیات شوي او د چين او بريکس هېوادونو ترمنځ د خدماتي سوداګرۍ اندازه هم په چټکۍ زياته شوې ده.

د چين د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، په ۲۰۲۱م کال کې د چين د خدماتي چارو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت په لومړي ځل له ۸۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو زيات شوی او دې رقم نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی او د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۲۱ سلنه زياتوالی ښيي، چې په همدې موده کې د چين او بريکس هېوادونو ترمنځ د خدماتي سوداګرۍ ارزښت د زياتوالي انډول ۵۲ سلنه دی.

د چين د سوداګرۍ وزير مرستيالې ګوه تينګ تينګ وويل، په ۲۰۲۱م کال کې د چين او د بريسک د نورو غړو هېوادونو ترمنځ د خدماتي وسایلو د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۱۸ ميليارډو امريکايي ډالو ته نږدې شوی، چې د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۲۲ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي. په عنعنوي برخو کې سلانيزې چارې تر زياته حده د کرونا وبا له امله اغېزمنې شوې، خو په ټرانسپورټي او ساختماني برخو کې د خدماتي سوداګرۍ ارزښت د زياتوالي انډول په جلا جلا توګه ۵۵ اعشاريه ۸ سلنې او ۲۸۰ اعشاريه ۴ سلنې ته رسيدلی دی. د بيمو، کمپيوټري او معلوماتي وسایلو، د پوهنې ملکيت حق او د کلتور او تفریح په شمول څلورو برخو کې د چين او د بريکس د نورو غړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۲۱م کال د خدماتي سوداګرۍ ارزښت د زياتوالي انډول په جلا جلا توګه ۲۵ سلنې، ۲۳ اعشاريه ۶ سلنې، ۶۱ سلنې او ۱۷ اعشاريه ۶ سلنې ته رسيدلی دی. له يادو شمېرو څخه دا په ډاګه شوې، چې د خدماتي سوداګرۍ په برخه کې د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو بالقوه ځواک پياوړی شوی دی.

د جنوبي افريقا د ځواکمن ګوند اقتصادي سلاکار ساشا مولير وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې چين ته د الکترونيکي سوداګرۍ له لارې د جنوبي افريقا صادرات په څرګنده توګه زيات شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ خدماتي سوداګري پياوړې شوې ده. نوموړي وويل، چې د جنوبي افريقا د الکترونيکي سوداګرۍ د تصديو لپاره د ټرانسپورټ، معلوماتو، ترجمې او تادياتو په برخو کې د بېلا بېلو خدماتو تجارت شامل دي. په تېرو درېيو کلونو کې له چين سره د جنوبي افريقا د سوداګرۍ عمومي اندازه او د الکترونيکي سوداګرۍ د تصديو شمېر يې ډېر زيات شوی دی او د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې دغه پرمختګ نه دی ځنډېدلی.

د کرونا وبا له خپرېدو راهيسې د خدماتي سوداګرۍ د ډيجټالي کېدو تمايل لا څرګند شوی دی. د برازيل د اقتصاد مرستيال وزير اليکسنډار ايواتا وويل: «کرونا وبا د سوداګريز او ټولنيز پرمختګ د ډيجټالي کېدو جريان چټک کړی او په همدغسې وضعيت کې ډيجټالي کېدل ضروري دي، نه انتخاب.»

د هند د سوداګرۍ او صنعت مرستيال وزیر اميټ ياداف وړانديز وکړ، چې بريکس هېوادونه بايد په ډيجټال برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. هغه وويل، چې بريکس هېوادونه د معلوماتو د تبادلې، له لرې کنټرول طبي چارو او د استعداد لرونکو کسانو د تګ راتګ په برخو کې اغېزمنې همکارۍ کولی شي او د دې لپاره دې د همکاريو بنسټيز چوکاټ او نقشه جوړه کړي، څو د بريکس هېودونو حکومتونه او تصدۍ د دې چوکاټ او نقشې پر اساس خپلمنځي راکړه ورکړه او همکارۍ تر سره کړي.