د امریکا په ډېرو ځایونو کې په تېرو دوو ورځو کې د ډزو پېښې شوي، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د امریکا د ويرجنيا ایالت په نوفک ښار کې د سپتمبر په ۴مه نېټه پر ډزو ۲ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
په همدې ورځ د جنوبي کارولينا ايالت په چارليستون ښار کې هم د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۶ تنه ټپیان شوي دي.
پولیسو ويلي، چې د پېښې په تړاو يې ۲ کسان نيولي او پلټنه ترې روانه ده.
د امريکې د ماریلینډ ایالت د کیپیټل هایټس ښار په یو دوکان کې د روانې میاشتې د ۳مې نېټې په شپه ډزې وشوې، چې له امله يې یو ۱۵ کلن هلک وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي، چې په شیکاګو ښار کې هم د روانې میاشتې له ۲مې نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې د ډزو څو پېښې شوي، چې له امله يې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
(هیله)