په چين کې د اورګاډيو له لارې د مالونو لېږ رالېږد لوړه اندازه ساتل شوې
CMG2022/09/05 14:20:29
شريکول:

په چين کې د ټرانسپورټ چارې عادي او ښې ښودل شوي او د سپتمبر په ۴مه نېټه په دغه هېواد کې د اورګاډيو له لارې د لېږدول شوو مالونو اندازه د اګست مياشتې د همدې نېټې په پرتله ۳.۰۱ زياته شوې ده.

د چين د دولتي شورا د حمل او نقل د تضميني چارو دفتر د سپتمبر په ۴مه نېټه په هېواد کې د اورګاډيو له لارې د مالونو د لېږد رالېږد اندازه ډېره لوړه ښودلې ده.

ياد دفتر په يوې خبرپاڼې کې د سپتمبر په ۴مه نېټه په اورګاډيو کې د مالونو د لېږد اندازه ۱۰۸ ميليونه او ۷۶۰ زره ټنه ښودلې، چې د اګست مياشتې د همدې نېټې په پرتله ۳.۰۱ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه راز ياد دفتر په ټول هېواد کې په همدې ورځ د باروړونکو موټرونو شمېر ۶ ميليونه، ۳۷۷ زره او ۶ سوه ښودلی، چې د اګست مياشتې د ۴مې نېټې په پرتله ۹.۳۱ کموالی ښيي.

خبر زياتوي، چې د سپتمبر په ۴مه نېټه د چين په بندرونو کې د لېږد رالېږد مالونو اندازه ۲۴ ميليونه او ۶۴۰ زرو ټنو ته رسېدلې، چې د تېرې مياشتې د همدې ورځې په پرتله ۱۲.۹ کموالی ښيي او د حمل او نقل کانټينرونو اندازه ۴۷۷ زرو ټنو ته رسېدلې، چې ۳۲.۵ سلنه کموالی ښيي.

خبرپاڼې کې په همدې ورځ په چين کې د بار وړونکو الوتکو د تګ ـ راتګ شمېر ۶۴۰ ښودل شوی، چې دا د اګست مياشتې د همدې نېټې په پرتله ۱۳.۵ سلنه کموالي ښيي.
خبرپاڼه وايي، چې په چين کې په همدې ورځ د چټک پوسټ د بسټو شمېر ۳۱۶ میليونه و، چې ۰.۳ زياتوالی ښيي.

 (مينه)