د روسیې د دفاع وزارت د سپتمبر په ۴مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې اوکرایني ځواکونو د روانې میاشتې په ۳مې نېټې غوښتل، چې د ۸ ډرونونو په وسیله، د زاپورژیا پر اټومي برېښناکوټ بريدونه وکړي.
اعلاميه وايي، چې د اوکراين ياد ډرونونه په ګوليو سمبال وو، خو روسي ځواکونو د نوموړو ډرونونو مخنیوی کړی دی.
اعلاميه زياتوي، چې د روسي ځواکونو الکترونيکي سامان الاتو د اوکراين يادو ډرونونه اړ کړي، چې د زاپورژیا اټومي برېښناکوټ ته په 1.5 کیلومتره کې ټولې ګولۍ وغورځوي.
په اعلاميې کې د زاپورژیا اټومي برېښناکوټ ذروي وړانګې عادي بللې شوې دي.
اوکراین تر اوسه د روسيې د يادې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
(هیله)