د امريکا د جيولوژيکي سروې ادارې خبر ورکړی، چې د افغانستان د ننګرهار او کونړ او څنګلوري سيمې د سپتمبر د ۵مې نېټې د شپې په ۲ بجو او ۲۷ دقيقو د ریکتر په کچه ۵،۳ درجې زلزلې لړزولي او د دغې زلزلې ژوروالی يې ۱۰ کيلومتره ښودلی دی.
د امريکا د جيولوژيکي سروې ادارې د يادې زلزلې مرکز د پلازمينې کابل ختيځ ته په ۱۷۰ کيلومترۍ کې ښودلی دی.
د يادې زلزلې ټکانونه د پلازمېنې کابل په شمول شاوخوا ولايتونو او سیمو کې هم محسوس شوي دي.
(مينه)