د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون يعنې رسيپ (RCEP) په روان کال کې رسماً نافذ شوی دی. چين د دغه تړون له مخې د خدمتي چارو د ورخلاصون لپاره ۲۲ نوي سکټورونه جوړ کړي او د ۳۷ اړوندو سکټورونو د ورخلاصون سويه يې لوړه کړې ده، چې د دغه هېواد د ورخلاصون دروازې د لاپرانيستې پرېښودلو نښه ګڼل کېږي.
د چين د ۲۰۲۲م کال د خدمتي سوداګرۍ په نړيوال نندارتون کې د رسيپ ډېرو هېوادونو دولتي نندارځي جوړ کړي دي. د تايلنډ دولتي نندارځي کې فلمونه، د سريالونو او فلمونو اېډيټر، کمپيوټري لوبې، د تايلنډ حکومتي انلاين سوداګريز ډګرونه او (Thai SELECT) نومي سوداګريزه نښه نندارې ته وړاندې شوي دي.
په شانګهای کې د تايلنډ د عمومي کونسولګرۍ سوداګريز کونسلې جينارون وايي:
((په روان نندارتون کې مو انلاين سوداګريز پلاټفورم يا ډګرونه، په تېره بيا د چيني مشتريانو پر مخ انلاين دوکانونه نندارې ته وړاندې کړي دي. مونږ هم غواړو چې چيني مشتريانو ته د (Thai SELECT) نومي سوداګريزه نښه وروپېژنو، هغه دوکانونه او خواړه چې دغه نښه ورنصب شوې، د تايلنډ رښتينې او اصلي ځانګړتياوې لري او تراوسه پورې په چين کې د تايلنډي خواړو کابو ۸۰ راستورنټونو ته دغه سوداګريزه نښه ورکړل شوې ده.))
مېرمنې جينارون هيله ښودلې، چې د تايلنډ او چين ترمنځ د خدمتي سوداګرۍ په شمول د سوداګرۍ عمومي سويه د رسيپ تړون په رڼا کې لالوړه شي. نوموړې پدې اړه وويل:
(( باور لرم چې رسيب به چيني بازارونو ته د تايلنډ د خدمتي چارو ننوتلو ته زیاتې اسانتياوې برابرې کړي او د دغه تړون په رڼا کې به د تايلنډ لازيات توليدات او خدمات چيني بازارونو ته راشي او ګمرکي تشريفات به يې په لااسانۍ ترسره شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو معاملې به زياتې شي او خدمتي سوداګرۍ به يې زيات پرمختګونه وکړي. ))
سږکال د چين او د کوريا جمهوريت ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۳۰مه کليزه ده. د کوريا جمهوريت په روان نندارتون کې کلتوري او ساينسي توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي. نندارچيان د دغه هېواد په نندارځي کې يې ملي جامې اغوستلای شي، له کوریايي کارټوني رولونو سره عکسونه اخيستلی شي او VR لوبې هم تجربه کولی شي. په چين کې د کوریا جمهوريت اقتصادي وزيرمختار پوکيونيوح وويل، چې هېواد يې د چين مهم سوداګريز همکار دی او رسيپ د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته پراخه فضا برابروي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه د مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی ، هيله يې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خدمتي سوداګرۍ او پانګيزې همکارۍ لاپياوړې شي.
په چين کې د ماليزيا د نړیوالې سوداګرۍ او صنايعو وزارت لومړی استازي سي چي کونګ وايي، رسيپ د روان کال د مارچ په ۱۸ مه نېټه په ماليزيا کې رسماً نافذ شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګيزو همکاريو د پياوړتيا سبب شوی او د دواړو هېوادونو تصديو او خلکو ته يې زياتې ګټې رسولې دي. نوموړي وويل:
((د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د ماليزيا او چين ترمنځ سوداګريز ارزښت ۱۱۴ مليارډه او ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۲۰.۷ زياتوالی ښيي. وړاندوينه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو او خدماتو سوداګرۍ به د دغه تړون په رڼا کې زيات پرمختګونه وکړي.))