د ډیموکراتيکې کوریا د نړیوال سیاست څېړنيز انسټيټیوټ د سپتمبر په ۴مه نېټه یو راپور خپور کړی او د کوریا جمهوریت او امریکا ترمنځ ګډ پوځي تمرین يې پکې د سیمې د امنیت لپاره بې سارې دوښمانانه کړنه بللې ده.
ياد راپور وايي، چې د امريکې او کوريا جمهوريت دغسې تمرينونه به کوريايي ټاپووزمه د جګړې اور ته ټېل وهي.
د کوریا جمهوریت او امریکا ځواکونو د تېر اګست له ۲۲مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې د اولچي ـ فريډم شيلډ ((Ulchi-Freedom Shield)) په نوم ګډ پوځي تمرین ترسره کړی دی. د
د ډیموکراتيکې کوریا یاد څېړنیز انسټيټيوټ په راپور کې ویلي، چې دغه تمرین د کوریايي ټاپووزمې وضعیت ترینګلی کړی او په سیمې کې د اټومي جګړې ګواښ يې را پورته کړی دی.
راپور زياتوي، چې دغه پوځي تمرين د ډیموکراتيکې او د کوریا جمهوریت ترمنځ د ملي روغې جوړې او یووالي او کوریايي ټاپووزمې کې د سولې پر وړاندې لوی خنډونه جوړ کړي دي.