روسيه: که اروپايي ټولنه پر روسانو د وېزو بنديزونه ولګوي، نو روسيه به يې سخت ځواب ووايي
CMG2022/09/05 10:37:52
شريکول:

د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين مطبوعاتي سکرتر ډميټري پسکوف د سپتمبر په ۴مه نېټه په يوې ټلويزيوني خپرونې کې ويلي، چې هېواد يې د اروپايي ټولنې چارې له نږدې څاري.

نوموړي ويلي، که اروپايي ټولنه د روسيې پر وګړو د وېزو بنديزونه ولګوي، نو روسیه به هم ارامه کېنني او پر وړاندې به یې سخت تدبيرونه ونيسي.

پيسکوف نه دي ويلي، چې روسیه به د اروپايي ټولنې پر وړاندې کوم ځانګړي تدبیرونه ونيسي، خو د ده په وينا مسکو به خپلې ګټې ساتي، ممکن متقابل تدبیر غوره نه کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسۍ لوړ پوړي استازي جوزيف بوريل د اګست په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ، چې د دغې ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو موافقه کړې، چې له روسیې سره د ويزو اسانتياوې وځنډوي. د اروپايي ټولنې هېوادونه به په راتلونکي کې روسانو ته د ويزې ورکولو پروسه نوره هم سخته او د ويزو ورکولو شمېر به يې ډېر کم کړي.

د مالوماتو له مخې، د اروپايي ټولنې يادې چارې ته تر اوسه قانوني بڼه نه ده ورکړل شوې.

(مينه)