د چين د شمال لويديځ پر صنعتي پوهنتون د امريکا د انټرنيټي بريدونو په اړه پلټنه تر سره شوه
CMG2022/09/05 19:54:40
شريکول:

د کمپيوټري ويروس ضد د چين د چټک غبرګون مرکز او د ۳۶۰ په نوم تصدۍ د سپتمبر په ۵مه نېټه په ګډه د دغه هېواد د شمال لويديځ پر صنعتي پوهنتون د بهرنيو انټرنيټي بريدونو په اړه د پلټنې راپور خپور کړ. دغه راپور ښيي، د امريکا د ملي امنيت اداره (NSA) د دغو انټرنيټي بريدونو جوړوونکې ده.

له يادې پلټنې څخه ښکاري، چې د امريکا د ملي امنيت ادارې تر لاس لاندې د ځانګړو بريدونو دفتر (TAO) د انټرنيتي بريدونو له څه باندې ۴۰ وسايلو په استفاده د چين د شمال لويديځ پر صنعتي پوهتتون بريدونه کړي او ترې يې د دغه پوهنتون د انټرنيټي سامان الاتو د ډېټا په شمول د ټېکنالوژۍ مهم معلومات غلا کړي.

د شمال لوديځ صنعتي پوهنتون د چين د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې دی او د دغه هېواد د صنعت او معلوماتو وزارت تر ادارې لاندې د څېړنو پوهنتون دی.