د کاناډا پولیسو د سپتمبر په ۴مه نېټه ویلي، چې د دې هېواد د سسکتچوان ایالت په څو ځایونو کې د چړې په ګوزارونو ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د سسکتچوان ایالت د څو سیمو پولیسو د همدې ورځې په ۵ بجو او ۴۰ دقیقو په وار سره د چړې ګوزارونو په اړه ټیلیفونونه تر لاسه کړي دي.
پولیسو ويلي، چې د سسکتچوان ایالت په ۱۳ ځایونو کې د چړې ګوزارونو له امله ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
ابتدايي پلټنې ښيي، چې دوو کسانو د چړې دغه لړیز بريدونه کړي او د پېښې له هرې سيمې په موټر کې تښتېدلي دي.
پولیسو ويلي، چې د يادو کسانو د نيولو په تړاو يې هڅې پېل کړې دي.
(هیله)