د چين ميډيا ګروپ د المپيک د خپرونو له خدماتي شرکت سره همکاريز تړون لاسليک کړ
CMG2022/09/05 23:15:19
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ د سپتمبر په ۵مه نېټه د المپيک د خپرونو له خدماتي شرکت (OBS) سره د ۲۰۲۴م کال د پاريس المپيک لوبو لپاره د نړيوال عامه سيګنال د خپرولو همکاريز تړون لاسليک کړ. دغه راز د چين ميډيا ګروپ د پاريس د المپيک لوبو د عامه سيګنال جوړوونکی ارګان ګرځيدلی دی.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د المپيک د خپرونو خدماتي شرکت اجرائيوي مشر ايانيس ايکسکس په انلاين ډول د تړون د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ د چين ميډيا ګروپ ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

د دغه تړون له مخې به د چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۴م کال د پاريس المپيک لوبو کې د جمناستيک، پينګ پانګ، بدمينتون او پر ډبرو ختلو په شمول د څلورو لوبو د خپرونو نړيوال عامه سينګنال د جوړولو دنده پر غاړه واخلي.