شي جين پينګ د سه چوان ولايت د لو دينګ ولسوالۍ له زلزله ځپلو د ژغورلو امر وکړ
CMG2022/09/05 19:47:28
شريکول:

د سپتمبر د ۵مې نېټې د غرمې په ۱۲ بجو او ۵۲ دقيقو د چين د سه چوان ولايت د ګان ځه سيمې په لو دينګ ولسوالۍ کې د رښتر په کچه ۶.۸ زلزله وشوه. د دغې زلزلې له امله ۲۱ تنه مړه شوي او له ۳۰ تنو زيات وګړي ټپيان شوي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته امر ورکړ، چې د زلزله ځپلو ژوند ژغورلو ته دې لومړيتوب ورکړل شي او د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره دې هره هڅه تر سره شي.