په زيمبابوې کې د شري له امله ۶۹۸ کسان مړه شوي
CMG2022/09/06 10:45:52
شريکول:

د زيمبابوې د روغتیا او د ماشومانو د خېريه چارو وزارت د سپتمبر په پنځمه نېټه یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال له اپريل څخه تراوسه پورې په دغه هېواد کې د شري ناروغۍ له امله ۶۹۸ مړه شوي دي.
شمېرې ښيي، چې په زيمبابوې کې د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د شري ۸۵ نوې پېښې ثبت شوي او پدې سره يې عمومي شمېر ۶۲۹۱ ته رسېدلی، چې ۴۴۵۹ تنه يې بیا جوړ شوي دي.
په زيمبابوې کې د شري تر ټولو ډېرې پېښې د دغه هېواد په ختيځ مانيکلنډ ولایت کې ثبت شوې دي. مالومات ښيي، چې په ياد ولایت کې تراوسه ۳۰۰۹ کسان پر شري اخته شوي، چې له امله یې ۳۴۷  تنه مړه شوي دي. 
د زيمبابوې له ختيځ مانيکلنډ ولایت وروسته د دغه هېواد په لوېديځ مشنالنډ ولایت کې هم د شري ډېرې پېښې ثبت شوې دي او تراوسه په دغه ولايت کې پر يادې ناروغۍ ۸۵۵ کسان اخته شوي او ۱۴۱ يې له امله مړه شوي دي.
د زيمبابوې د روغتیا او د ماشومانو د خېريه چارو وزارت وايي، چې زياترو ناروغانو د شري ضد واکسين نه دی کړی.