د چين د ۲۰۲۲م کال د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون څه باندې ۱۳۰۰ لاسته راوړنې لري
CMG2022/09/06 10:13:36
شريکول:

د چين د ۲۰۲۲م کال د خدمتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون، چې عمده منځپانګه يې (( د خدمتي همکارۍ پراختيا ته وده ورکول، زرغون نوښت او راتلونکی )) ورټوله وه، د سپتمبر په ۵مه نېټه پای ته ورسېد.

د چين د خدمتي سوداګرۍ سږني نړيوال نندارتون په داسې حال کې، چې په نړۍ کې کرونا وبا لا هم په خپرېدو ده، نړيوال اقتصاد کمزوری شوی او نړيوال وضعيت ډېر پيچلی او بدل شوی، په بېلا بېلو برخو کې ۱۳۳۹ لاسته راوړنې درلودې او له سلو څخه زيات نوي توليدات او ټکنالوژۍ پکې نندارې ته وړاندې شوې دي.

د چين د خدمتي سوداګرۍ سږنی نندارتون د تېر کال د نندارتون په پرتله سمسور و او ډېرې لاسته راوړنې يې درلودې.

 (مينه)