چين له امریکا څخه وغوښتل، چې پر کيوبا بنديزونه لغوه کړي
CMG2022/09/06 10:48:24
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت نوې وياندې ماو نينګ د سپتمبر په پنځمه نېټه وويل، چې هېواد يې له امريکا څخه غوښتي، چې د نړيوالې ټولنې عادلانه اواز واوري، له کيوبا سره دې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې چلند وکړي او پر دغه هېواد دې ټول بنديزونه لغوه کړي.

امريکا د روانې مياشتې په پنځمه نېټه پر کيوبا هغه بنديزونه، چې د خپل هېواد د دښمنانو پر وړاندې د سوداګرۍ قانون له مخې يې پرې لګولي، يو کال نور هم غځولي دي.
 د کيوبا دولت رئيس دياز کانيل او د بهرنیو چارو وزير رودريګويز پر خپلو ټوېټرپاڼو ليکلي، چې امریکا د ياد قانون د لغوه کولو جرئت نه لري او په همدې پلمه يې پر کيوبا بنديزونو ته دوام ورکړی او يوازينې موخه يې دا ده، چې د کيوبا حکومت او خلک وځوروي. دوی زياته زیاته کړې، چې د امريکا دغه کړنه د نړيوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوې ده.