اليزابت ټرس به د بريتانيا د لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شي
CMG2022/09/06 11:02:13
شريکول:

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيره اليزابت ټرس د سپتمبر په ۵مه نېټه د مخافظه کار ګوند د مشرې په توګه ټاکل شوې او د دې هېواد د ملکې اليزابت دوهم تر منلو وروسته به د بريتانيې د نوې لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شي.

د بريتانيې د مخافظه کار ګوند ۱۹۲۲ کمېټې اعلان کړی، چې اليزابت ټرس ۵۷.۴ سلنه رايې تر لاسه کړي او خپل سيال پخواني مالي وزير رشي سوناک ته يې ماتې ورکړې ده.

مخافظه کار ګوند ويلي، چې  څه باندې ۱۴۰ زرو ګوندي غړو د ګوند د مشرتابه په ټاکلو کې برخه اخيستې وه او رایې کارولې دي.

اليزابت ټرس ويلي، چې د مالياتو کمولو او اقتصادي پرمختګ لپاره به وړانديزونه وکړي او هڅې به وکړي، چې په بريتانيې کې د انرژۍ بحران حل کړي.

(مينه)