په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۶۰۰ ميليونو او ۳۶۶ زرو څخه واوښت
CMG2022/09/06 10:47:22
شريکول:

روغتيا نړیوال سازمان وايي، چې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د پنځمې نېټې د مازيګر تر پنځو بجو او ۱۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۲۸۷۷۹۲ تنه زیات شوی او عمومي شمېر يې ۶۰۰۳۶۶۴۷۹ تنو ته رسېدلی دی.
په همدې مودې کې د ياد ويروس له امله ۸۰۷ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶۴۶۰۴۹۳ ته رسېدلی دی.