د هنګري پوليسو د سپتمبر په ۵مه نېټه ويلي، چي پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۵مې نېټې د سهار په ۷ بجو، د دغه هېواد په جنوب کې يو موټر له اورګاډي سره ټکر شوی، چې له امله یې د موټر چلوونکي په شمول ۷ کسان وژل شوي دي.
د مالوماتو له مخې، ياد موټر له پټلۍ څخه د تېرېدو پر مهال اورګاډي سره جنګيدلی دی.
د ياد ټکر له امله د اورګاډي چلوونکی او ځيني نور کسان هم ټپيان شوي دي. پوليسو ويلي، چې ټپيان يې روغتون ته ليږدولي دي.
(مينه)