د اسرايئل پوځ: شيرېن ابوعاقله ښايي د اسرائيلي سرتيرو په ډزو وژل شوې وي
CMG2022/09/06 14:38:55
شريکول:

د قطر د الجزيرې تليويزيون ښځينه خبرياله شيرېن ابوعاقله د سږ کال په مې مياشت کې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د شخړې د راپور جوړونې پر مهال ووژل شوه، خو تر اوسه یې چا د وژنې پړه نه ده منلې.

اسرائيلي پوځ اوس تازه د سپتمبر په ۵مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې شيرېن ابوعاقله ښايي د دوی د سرتيرو په ډزو وژل شوې وي.

 اعلاميه کې ويل شوي، چې څېړنو دا نه ده روښانه کړې، چې شيرېن ابوعاقله د چا لخوا وژل شوې، خو نوموړې ښايي د اسرائيلي سرتيرو په هغو ګوليو لګيدلې وي، چې موخه يې د فلسطيني وسلوالو وو.

په دغې اعلاميې کې دا هم ويل شوي، چې شيرېن ابوعاقله ممکن د فلسطيني وسلوالو په ډزو وژل شوې وي.

اعلاميه زياتوي، چې د اسرائیل پلټنیزې ډلې د يادې پېښې په اړه پلټنې کړي، خو کومې غوڅې پايلې ته نه ده رسيدلې.

(مينه)