د چين د سه چوان ولايت د ګان ځه سيمې په لو دينګ ولسوالۍ کې د سپتمبر د ۵مې نېټې د غرمې په ۱۲ بجو او ۵۲ دقيقو د رښتر په کچه شپږ اعشاريه اته درجې زلزله وشوه، چې له امله يې د سپتمبر د ۶مې نېټې تر ۷ بجو پورې په ګان ځه کې ۳۷ تنه مړه، ۱۲ ورک او ۱۷۰ ټپيان دي او د يا ان په شه ميان ولسوالۍ کې ۲۸ تنه مړه او ۷۸ کسان ټپيان شوي دي.
په ټوله کې د دغې زلزلې له امله ۶۵ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
ټول ټپيان روغتونونو ته ليږل شوي دي.
د چين حکومت د اورژغورونکو ډلو، پوليسو او ځواکونو، مسلکې ژغورونکو ډلو او طبي ډلو څه باندې ۶۵۰۰ کسان د نوموړو دوو ولسواليو زلزله ځپلو سيمو ته ليږلي دي.