د امريکا قاضۍ د ټرمپ له کوره د نيول شوو شيانو د پلټنې په پار د ځانګړي پلټونکي د ټاکلو پلان منظور کړ
CMG2022/09/06 14:02:33
شريکول:

د امريکا د فلوريډا ايالت د جنوبي سيمې فيدرالي محکمې قاضۍ اېلين کانون د سپتمبر په پنځمه نېټه هغه پلان ته منظوري ورکړې، چې له مخې به يې د دغه هېواد د تحقیقاتو اداره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کور څخه د نيول شوو شيانو د پلټنې لپاره يو ځانګړی پلټونکی وټاکي.
قاضۍ کانون په يوه حکم کې ويلي، چې ياد ځانګړی پلټونکی به د ټرمپ له کوره د نيول شوو فردي شيانو، سندونو او د هغو نورو موادو د پلټنې چارې ترسره کړي، چې د حقوقي وکيلانو او مشتريانو د رمزونو د پټولو او اداري امتيازي حقونو پورې تړاو لري.
کانون همدارنګه د امريکا له عدليې وزارت څخه هم غوښتنه کړې، چې هدفي پلټنه د لنډمهال لپاره وځنډوي او ياد نيول شوي شيان ونه کاروي، ترڅو ياد ځانګړی پلټونکی اړوندې پلټنيزې چارې ترسره کړي.