تهران: پر ايران د بنديزونو لغوه کول د اروپا د انرژۍ د اړتياوو د پوره کولو په ګټه دي
CMG2022/09/06 10:46:41
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د سپتمبر په پنځمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډې کې وويل، که امريکا پر ايران بنديزونه لغوه کړي، نو هېواد به یې انرژۍ ته د اروپا د اړتياوو په پوره کولو کې پوره مرسته وکړي.

نوموړي وويل، چې ايران غني نفت او طبيعي ګاز لري او اروپايي هېوادونه د انرژۍ د کمښت له ستونزو سره مخامخ دي، که د ايران هراړخيز اټومي تړون ته د ستنېدو په اړه خبرې اترې بريالۍ او پر دغه هېواد يواړخيز بنديزونه لغوه شي، نو ايران به انرژۍ ته د اروپا ډېرې اړتياوې پوره کړي.
نوموړي زياته کړې، چې پرايران د ټولو بنديزونو لغوه کول د روانو خبرو اترو عمده هدف دی، که امريکا سياسي اراده ولري او رغنده کړنې ترسره کړي، نو ممکن یادې خبرې اترې مثبتې پايلې ولري.