چین پر ډيپلوماتيکو ارګانونو او اړوندو پرسونلو ترهګريز بريدونه وغندل
CMG2022/09/07 10:50:34
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په پنځمه نېټه خبر ورکړ، په افغانستان کې د روسيې سفارت ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله يې د دغه سفارت د دوو کارکوونکو په شمول لږ تر لږه اته تنه مړه شوي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د سپتمبر په شپږمې نېټې په يوې خبري ناستې کې وويل، چې چین پر ډيپلوماتيکو ارګانونو او اړوندو پرسونلو ترهګريز بريدونه غندي او ښکېلو کسانو ته يې د سختې سزا غوښتنه کوي.

وياندې ماو نينګ په يادې چاودنې کې د دوو روسيې ډيپلوماتانو او افغان ملکيانو پر مړينې خواشيني څرګنده کړې او د دوی له کورنیو سره يې غمشريکي ښودلې او ټپيانو ته يې د ښې روغتيا هيلې وړاندې کړې دي.

نوموړې ويلي، چې چين هيله من دی، افغان لوری په هېواد کې دننه د ډيپلوماتيکو ارګانونو او کارکوونکو د خونديتوب د تضمين لپاره اغيزمن تدبيرونه ونيسي او نړيواله ټولنه دې د افغانستان د سولې او ثبات د ساتلو لپاره رغنده رول ولوبوي.

(غاټول)