د لمر له را ختو سره سم د ځمکې له زړه څخه د اوبو دغه حوض ته اوبه را روانېږي. که څه هم د کلیوالي سیمو خلک په دې اوبو باندې خپلې کروندې اوبه کوي، خو پوهان وایي دغه څه تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د کمښت لامل کېږي.