لي جان شو د برېکس هېوادونو په اتم پارلماني فورم کې ګډون وکړ
CMG2022/09/07 10:48:42
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې مشر لي جان شو د سپتمبر په شپږمه نېټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې په انلاین ډول د برېکس هېوادونو د اتم پارلماني فورم مشري او وينا وکړه.

نوموړي د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د برېکس د پنځو هېوادونو د قانون جوړونکو ارګانونو ترمنځ ښه اوږمهاله تګ راتګ ساتل شوی او په بېلا بېلو برخو کې یې د همکاريو د قانوني ضمانت او تګلارې زمينه برابره شوې ده.

لي جان شو وویل، چې د چين ملي ولسي کانګرېس غواړي، د برېکس هېوادونو له قانون جوړونکو ارګانونو سره همکارۍ پياوړې او د مشرانو ترمنځ يې ګډې نظريې پلې کړي او د يادو هېوادونو د همکاريزو اړيکو د لا ټينګښت، د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا او دواملرونکي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

لي جان شو زياته کړه، چې د برېکس هېوادونو قانون جوړونکي ارګانونه بايد خپل فعال رول ولوبوي او په بېلا بېلو برخو کې دې همکارۍ پياوړې کړي او د نړیوال پرمختګ لپاره دې يو فعال، ثابت او رغنده ځواک وګرځي.

(غاټول)