د چین د ګمرکاتونو عمومي ادارې د سپتمبر په ۷مه نېټه اعلان کړی، چې د روان کال په لومړيو ۸ میاشتو کې يې د هېواد د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲۷،۳ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰،۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چین د ګمرکاتونو عمومي ادارې ويلي، چې په يادې جملې کې يې د صادراتو ارزښت ۱۵،۴۸ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴،۲ سلنه زیات شوی او وارداتي ارزښت یې ۱۱،۸۲ټریلیونو یوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د يادې ادارې احصایيې ښيي، چې د روان کال په لومړيو ۸ میاشتو کې له اسیان، اروپايي ټولنې، امريکا او کوریا جمهوریت سره د چین وارداتي او صادراتي ارزښت په جلا جلا توګه ۱۴سلنه، ۹،۵ سلنه، ۱۰،۱ سلنه او ۷،۸ سلنه زیات شوی دی.
اسیان د چین ترټولو لوی سوداګریز همکار پاتې شوی او د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ په حجم کې يې ۱۵سلنه ځای نيولی دی.