شي جين پينګ د برازيل د خپلواکۍ د ۲۰۰مې کليزې په پار د دغه هېواد ولسمشر جایر بولسونارو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/09/07 16:02:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۷مه نېټه د برازيل د خپلواکۍ د ۲۰۰مې کليزې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر جاير بولسونارو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

شي جين پينګ په پيغام کې ليکلي، چې برازيل د سولې او پرمختګ پر خپلواکې لارې ټينګار لري او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې مهم رول لوبوي.

نوموړي په پيغام کې پر دې ټينګار کړی، چې د چين او برازيل ترمنځ اړيکو سالم پرمختګ موندلی او دواړه هېوادونه د خپلمنځي همکاريو ښې لاسته راوړنې لري.

 شي جين پينګ هيله ښودلې، چې له برازيلي سيال جاير بولسونارو سره د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د لا ټينګښت او د دواړو هېوادونو او خلکو د ګټو لپاره ګډې هڅې وکړي.