د بريتانيا د محافظه کار ګوند نوې مشره اليزابت ټرس د سپتمبر په ۶مه نېټه د دغه هېواد د لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شوه.
۴۷ کلنه اليزابت ټرس د بريتانيا په تاريخ کې درېيمه ښځينه لومړۍ وزيره شوه.
ميرمن ټرس د لومړۍ وزيرې دفتر ته د ورتګ پر مهال په خپله وينا کې وويل، چې د خپل ماموريت په درشل کې به د هېواد د اقتصادي پرمختګ، د انرژيو بحران او د طبي چارو د ښه والي په شمول ځينو مهمو چارو ته لومړيتوب ورکړي او په همدغو برخو کې به هلې ځلې وکړي.
هغې زياته کړې، چې په هېواد کې به د مالياتو د راټيټولو او د اصلاحاتو له لارې اقتصادي وده ګړندۍ کړي، د هېواد ټول ملکي وګړي به د طبي ضمانت له ميکانيزم څخه ګټې واخلي او په روانې اونۍ کې به د انرژۍ د لګښت مسئله حل کړي او د بريتانيا راتلونکې انرژي به خوندي وساتي.