په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د سپتمبر په شپږمې نېټې ويلي، چې چين د اوکراين د زاپورژيا اټومي بټۍ کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د کارپوهانو له اوږدمهاله پاتې کېدو څخه ملاتړ کوي او هيله یې ښودلې، چې ياد سازمان له اړوندو خواوو سره په اړيکه کې واوسي.
نوموړي په همدې ورځ د اوکراين د اټومي تأسيساتو د امنيت په هکله د م.م د امنيت شورا په يوې غونډې کې ويلي، چې له يوې مودې راهيسې د يادې اټومي بټۍ امنيت او خونديتوب د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ ټکي ګرځېدلي دي.
د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير ګروسي او د ده همکارانو تېره اوونۍ د روسيې او اوکراين په ګډې همکارۍ له يادې اټومي بټۍ څخه لیدنه وکړه او دا چاره یې د اړوندو خواوو له خوا د اټومي تأسيساتو په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره ګټوره وبلله او ګنګ شوانګ هم د دې کار پر پرمختګ خوښي ښودلې ده .
ګروسي د يادې اېجنسۍ د ۱۴ کارپوهانو په مشرۍ د روانې مياشتې په لومړۍ نيټې له يادې اټومي بټۍ څخه ليدنه وکړه او په دوهمه نېټه ويانا ته ستانه شول.
ګروسي ويلي، چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ دوه کارپوهان به د ژاپورژيا اټومي بټۍ کې د اوږدمهال لپاره پاتې شي.
(غاټول)