وانګ يي خپل روسي سیال سيرګي لاوروف ته د خواخوږۍ پيغام ليږلی
CMG2022/09/07 15:06:08
شريکول:


د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۶مه نېټه په کابل کې د روسیې پر سفارت د بريد په تړاو، چې د دغه سفارت دوه کارکوونکي پکې وژل شوي، د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير سیرګي لاوروف ته د خواخوږۍ پيغام ليږلی دی.

وانګ يي په پيغام کې ياده ترهګريزه کړنه سخته غندلې او د قربانيانو کورنيو ته يې د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړي دي.