خلک په امريکايي شکله ډيموکراسۍ کې وسلې ګرځوي او خلک وژني
CMG2022/09/07 09:54:29
شريکول:

 د امريکا په انډياناپوليس ښار کې د اګست په ۲۷مه نېټه د هالنډ پر ۳ ځانګړو سرتیرو بريد شوی دی چې له امله يې ۱ تن وژل شوی او ۲ نور سخت ټپيان شوي دي.

اېن بي سي(NBC) خبري اژانس د عيني شاهدانو په قول ويلي، چې يادو سرتېرو ښيي له خلکو سره لفظي شخړه کړې او مقابل لوري پرې ډزې کړې دي.

د انډياناپولیس ښار پوليس وايي، چې د پېښې په تړاو يې يو شکمن کس نيولی دی.

 د مالوماتو له مخې، د امريکا انډیانا ایالت د تېرې جولای په لومړۍ نېټه پر وسلې ګرځونې بنديزونه لغوه کړل او ځايي خلکو ته یې اجازه ورکړه، چې په خپله خوښه کولی شي، له ځان سره وسلې وګرځوي.

 د امریکا حکومت د یادې پېښې په تړاو هیڅ نه دي ويلي، خو د امريکا د ټولنيزو رسنيو فعالانو ليکلي، چې دا په امريکې کې عادي چاره ده، ځکه دلته هر څوک وسلې ګرځولی شي، نو خامخا به د ډزو پېښې رامنځته کيږي.

سي ان ان ويلي، چې له يادې پېښې سره هممهاله د ډزو دوه نورې پېښې هم شوې دي چې د ډزو يوه پېښه هیستون کې شوې، او له امله یې ۳ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي او بله پېښه په نيويارک شوې ده، چې په هغې کې بیا ۱ کس وژل شوی او ۴ نور ټپيان شوي دي.

 د متحده ایالاتو "د ټوپک تاوتریخوالي آرشیف" پر ویبپاڼې خبر ورکړل شوی، چې سږ کال په دغه هېواد کې د ډزو  ۴۴۷ لويې پېښې شوي، او د ډزو پېښو له امله عموماً نږدې ۳۰  زره کسان وژل شوي دي.

ګارډین ورځپاڼې څو ورځې مخکې د دغه هېواد له مشهور سندرغاړي اوزي اوسبورني (Ozzy Osbourne) سره مرکه کړې ده. اوسبورني لسګونه کاله پخوا امريکې ته کډه شوی، خو اوس غواړي، بېرته بريتانيې ته ستون شي. نوموړي ويلي، چې په امريکې کې د ډزو ډېرې پېښې او وژنو يې پر روح او روان بد اغېز کړی او نور يې نه شي زغملی، چې خلک يې پر وړاندې ووژل شي او يا هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د افسوس خبره دا ده، چې د امريکې دوه لوی ګوندونه د ډزو د کنټرول په مصوبه نه سره جوړيږي او نه توانيږي، چې په هېواد کې يې د ټوپک پر ګرځولو بنديز ولګوي او په اړه يې يوه مصوبه جوړه او تصویب کړي.

 په تېرې مې کې د ټکساس ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو سخته پېښه وشوه، چې له امله یې ډېر ماشومان ووژل شول.

 د امريکې ډیموکرات ګوند او جمهوري غوښتونکي ګوند  پارلماني غړو  په تېر جون کې د استوګنيزو سیمو د امنیت مصوبه تصویب کړه، چې له مخې يې د ډزو اخیستونکو هویت باید جدي وڅارل او له قانون څخه سرغړونه کوونکو ته سزا باید ورکول شي.

دغه مصوبه له ۱۹۹۳م کال راهیسې د ډزو پېښو د کنټرول په اړه د متحده ایالاتو د کانګرېس لومړۍ او مهمه مصوده ګڼل کېږي، خو خلک ورته د شک په نظر ګوري.

غښتلی ځانګړی عسکر د امریکې په یو لوی ښار کې په ډزو وژل شوی دی. دا يوه اسماني ټکه نه ده، بلکې د امريکې حکومت خلکو ته اجازه ورکړې، چې وسلې وګرځوي.

په امريکې کې خلکو ته د وسلو ګرځولو اجازه شته او چې کله پېښه وشي، نو حکومت یې بیا د مجرم د نيولو يا د پلټنو خبر ورکوي.

يو څوک خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو امريکا پر وسلو بندیز نه لګوي، ايا همدا د امریکې ازادي ځانګړې او ډیموکراسي ده؟