د چين د سي چوان ولايت په لو دينګ ولسوالۍ کې د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۷۴ ته پورته شوی دی.
د سپتمبر په ۶مې نيټې د شپې په ۹بجو د سي چوان ولايت د لو دينګ ولسوالۍ کې د رېښتر په کچې ۱۶ اعشاريه ۸ درجې زلزله وشوه، چې له امله يې ډېرو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړول شوي دي.
د مالوماتو له مخې، د سي چوان ولايت په ګان جو سيمې او يا ان ښار کې د زلزلې له امله تر دې دمه ۷۴ تنه مړه شوي او ۲۶ کسان ورک او ۲۵۹تنه نور ټپيان دي.
په سيمې کې د زلزلې د زيانونو په اړه څېړنې روانې دي او ښايي د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي.
اړوندې ادارې له زلزله ځپلو سره د مرستو په چارو بوختې دي.