چين: ملګري ملتونه باید د سوله ساتوعملياتو پلان جوړونه په لوړې کچې پياوړې کړي
CMG2022/09/07 10:19:49
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د سپتمبر په شپږمه نېټه د امنيت شورا د سوله ساتو عملياتو بيا کتنې په عنوان غونډې کې په ټينګار ويلي، چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي عمليات بايد په لوړې کچې د پلان جوړونې کارونه پياوړي کړي.

ګنګ شوانګ وويل، چې هېواد يې پر څلورو ټکو ټينګار لري:

۱ـ ملګري ملتونه دې په لوړې کچې د پلان جوړونې کارونه پیاوړي کړي او د سولې او امنیت ساتلو مرکزي دنده دې وساتي.

۲ـ ملګري ملتونه دې د باور کمښت له منځه یوسي او د ټولو هیوادونو تر منځ دې ښې همکاریزې اړیکې بیا ورغوي.

۳ـ ملګري ملتونه دې د ټولو هېوادونو ترمنځ ملګرتیا پیاوړې کړي او د ګټو ټول ښکیل اړخونه دې د سوله ساتو چارې په ګډه پرمخ یوسي.

۴ـ  د سوله ساتو ځواکونو خوندیتوب دې ډاډمن او د سوله ساتو عملیاتو کې دې د امنیت او خونديتوب پر وړاندې خطرونه کم شي.