شي جين پينګ د کينيا نوي منتخب ولسمشر ويليم روټو ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2022/09/08 10:08:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۷مه نېټه د کينيا د ولسمشر په توګه د ويليام روټو د ټاکل کېدو په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې چين او کينيا د دوستۍ اوږد تاريخ لري او دواړو هېوادونو په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ کړي او له تېرو څو کلونو راهيسې ډېرې لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، چې هغه د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر روټو سره په ګډه د خپلمنځي هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

(مينه)