شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د ژورتيا چارو کمېسيون د ۲۷مې غونډې مشري وکړه
CMG2022/09/08 10:49:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۶مې نېټې په ماښام د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اصلاحاتو د ژورتيا چارو کميسيون د ۲۷مې غونډې مشري وکړه.

په دغې غونډې کې د سوسياليستي بازاري اقتصاد تر چوکاټ لاندې د مهمو او مرکزي ټکنالوژيو د پرمختګ په موخه د دولتي ميکانيزمونو د ابادۍ وړانديز، د اکاډميشن نظام د اصلاحاتو په اړه وړانديز، د منابعو د هراړخيزې سپما وړانديز، په بازارونو کې د کليوالو سيمو د ځينو ځمکو د اچولو کاري لارښوونې او د اصلاحاتو په ژورتيا سره په کليوالو سيمو کې د طبي او روغتيايي سيسټم د سالم پرمختګ وړانديز په شمول يو لړ سندونه تصويب شول.