د کاناډا پولیسو د چړې د ګوزارونو په تور بل کس هم نيولی
CMG2022/09/08 11:38:20
شريکول:

د کاناډا پولیسو د سپتمبر په اوومه نېټه ويلي، چې د چړې د ګوزارونو د پېښو بل شکمن کس يې هم نيولی دی.

د سسکتچوان ایالت پولیسو د سپتمبر په څلورمې نېټې د سهار له ۵ بجو او ۴۰ دقيقو راهيسي د دې ایالت له ډېرو سيمو د چړې ګوزارونو په تړاو راپورونه ترلاسه کړي وو.

د پولیسو پلټنو وښوده، چې دوو کسانو په څو سيمو کې پر خلکو د چړو مسلسل ګوزارونه کړي او وروسته په موټر کې له هرې سیمې تښتېدلي دي.

پولیسو ويلي، چې دواړه شکمن کسان وروڼه دي او په دوی کې یو کس په پنځمه نېټه وژل شوی دی.

د مالوماتو له مخې، د کاناډا په سسکتچوان ایالت کې د چړو په ګوزارونو کې د شکمن کس په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

(ژباړه: شکريه)