ترکیې د داعش ۵ لوړپوړي غړي نیولي
CMG2022/09/08 11:12:10
شريکول:

د ترکیې کورنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۷مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې څو ورځې مخکې له سوريې سره پر ګډې پولې د داعش ۵ لوړپوړي غړي نیولي دي.

اعلامیه وايي، چې په یادو ۵ تنو کې د داعش استخباراتي مسئول، د ټولنیزو رسنیو مسئول او د روزنيزو فعاليتونو مسئول هم شامل دي.

اعلاميه زياتوي، چې د داعش دغو لوړپوړو کسانو د اګست په ۳۱مه نېټه غوښتل، چې د سوریې له جرابلس سیمې څخه ترکیې ته ننوځي، خو د ترکي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

اعلاميې کې د داعش د يوه نيول شوي غړي په قول ويل شوي، چې دوی په ترکيې کې د حملو او بريدونو پلان درلود.

اعلامیه وايي، چې ترکي ځواکونو ۶ نور کسان هم له يادو ۵ داعشي لوړپوړو کسانو سره د مرستې په تور نیولي دي.

(هیله)