د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د سپتمبر په ۷مه نېټه د پاکې هوا د ۳مې نړیوالې ورځې په مناسبت ويډيويي وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د هوا ککړتیا په ګډه کنټرول کړي.
ګوټریش نړيوالې ټولنې ته وړانديز وکړ، چې د بيا کاروونکې انرژۍ په چارو کې زیاتې پانګونې وکړي او د فوسیل سون مواد دې ژر پرېږي، د ترافیک، اخلي پخلي او د تودوخې د سړېدو او ګرمېدو په برخو کې دې پاکې انرژۍ وکاروي.
نوموړي دا هم وويل، چې د نړۍ ټول هېوادونه دې د هوا ککړتيا وڅاري او د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د کیفیت د میعار او عملي پلان له مخې دې د موټرونو، بټيو، ساختماني او صنایعو چارو کې د شنو خونو ګازو د ایستلو اندازه کمه کړي.
(هیله)