بېجینګ: امریکا باید د بهرنۍ فضا امنیت ته ګواښ رسوونکې کړنې پای ته ورسوي
CMG2022/09/08 11:16:25
شريکول:

د امریکا دفاع وزارت څو ورځې مخکې د بهرنۍ فضا په اړه نوی سند خپور کړی، چې له مخې يې، بهرنۍ فضا د متحده ایالاتو د دولتي پوځي توان لومړۍ موخه بلل شوې او په ټينګار پکې ويل شوي، چې واشنګټن به له دوښمانانه کړنو سره د مقابلې لپاره په بهرنۍ فضا کې نظامي ځواک پياوړی کړي. 

په دغه سند کې ويل شوي، چې امریکا به له ملګرو هېوادونو سره پوځي همکارۍ پياوړې او د بهرنې فضا په اړه به ورسره د مسئولانه کړنو تړون لاسلیک کړي او خپلو ملګرو هېوادونو ته به دایمي ستراتيژيکې وړتیاوې برابرې کړي. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د سپتمبر په ۷مه نېټه په یوې نوبتي خبري ناستې کې وویل، چې متحده ایالات باید د نړیوالې ټولنې د پاملرنې وړ موضوعاتو ته درناوی ولري، د بهرنۍ فضا امنیت ته ګواښونکې کړنې بايد پای ته ورسوي، اړوندې دندې باید پر غاړه واخلي او په بهرنۍ فضا کې د وسلو د کنټرول قانوني سند د خبرو اترو پر وړاندې بايد خنډونه جوړ نه کړي.

 (هیله)