چين: امريکا بايد پر تايوان وسلې و نه پلوري
CMG2022/09/08 14:46:52
شريکول:

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویډانټ پتیل څو ورځې مخکې پر تایوان د امریکې د وسلو پلور کړنه د دفاع موخه وبلله او ويلي يې دي، چې چین دليل نه لري، چې له دغې چارې سره یې مخالفت وکړي. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د سپتمبر په ۷مه نېټه په یوې خبري ناستې کې په دې اړه وویل، چې امریکا بايد د یو چین پېژندې د اصل او د چین او امریکا د دریو ګډو اعلامیو مقررات جدي مراعات کړي او د تایوان په وسیله دې د چین د پرمختګ مخنیوی پای ته ورسوي. 

مېرمن ماو نینګ وویل، چې امریکا حق نه لري، چې له تایوان سره پوځي اړیکې وساتي او يا پرې وسلې وپلوري او چين هر وخت د امريکې له دغسې کړنو او چارو سره کلک مخالفت کړی دی.

ماو نینګ وويل، چې تایوان د چین یو ولایت دی او دفاع ته اړتیا نه لري. د امریکې دغه کړنه له چین څخه د تایوان له جلا کېدو د ملاتړ ښکارندويي کوي او د تایوان تنګې وضعیت د لا ترینګلتیا سبب ګرځي. 

نوموړې پر دې ټينګار وکړ، چې چین به خپل حاکمیت ته زیان رسونکې کړنې او په خپلو کورنیو چارو کې یې هر ډول لاسوهنو ته کلک ځواب ووايي.

 (هیله)