د ایران بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر په ۷مه نېټه په یوې اعلاميې کې د البانیا لخوا د سیاسي اړیکو د پرېکون پرېکړه سخته غندلې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې البانیا له ایران سره ډيپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او دا یې د دغه هېواد یوه تېروتنه او لنډ لید بللی دی.
البانیې پر ايران د سایبري بريدونو تور لګولی او له دغه هېواد سره يې د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرېکون پرېکړه کړې ده.
ايران په اعلاميې کې د البانيې د سايبري بريدونو تورونه بې ځایه بلل شوي دي.
اعلاميه وايي، چې په دې وروستيو کې د ایران کلیدي بنسټيز تاسیسات هم له سایبري بریدونو سره مخ شوي او تهران هر وخت پر نورو هېوادونو له سایبري بریدونو سره سخت مخالفت ښودلی دی.
د البانیا لومړي وزیر ایدي راما په همدې ورځ اعلان وکړ، چې هېواد يې د ایران له سایبري بریدونو سره مخ دی، نو حکومت يې پرېکړه کړې، چې له ایران سره سیاسي اړیکې پرې کړي.
البانيې په دغه هېواد کې د ایراني سفارت ډيپلوماتانو او کارکوونکو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.
(هیله)