شي جين پينګ د بېجينګ ښوونکو پوهنتون محصلينو ته ځوابي پيغام وليږه
CMG2022/09/08 16:11:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۷مه نېټه د بېجينګ ښوونکو پوهنتون د غښتلو ښوونکو روزنيز پلان محصلينو ته ځوابي پيغام ليږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې د بېجينګ د ښوونکو پوهنتون له محصلينو څخه هيله کړې، چې په راتلونکې کې په خپلو دندو کې ښه کوښښونه وکړي او د دغه پوهنتون د جوړېدو د ۱۲۰مې کليزې او د ښوونکو ورځې د رارسېدو په مناسبت يې د دغه پوهنتون ښوونکو او زده کوونکو او د هېواد ټولو ښوونکو ته مبارکۍ او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.

د چين حکومت په ۲۰۲۱م کال کې د دغه هېواد د مرکزي او لوېديځو وروسته پاتې سيمو لپاره د غښتلو ښوونکو روزنيز پلان منظور کړی، چې له مخې يې، له بېوزلۍ څخه د وتليو ۸۳۲ وسلواليو او سرحدي ولسواليو د لومړيو او منځنيو مکتبونو لپاره هر کال د هېواد په ښوونکو پوهنتونونو کې شاو خوا لس زره ښوونکي روزل کيږي.

 د بېجينګ ښوونکو پوهنتون د هغو محصلينو استازي، چې په دغه پلان کې شامل دي، په دې وروستيو کې يې شي جين پينګ ته پيغام ليږلی او د خپلو زده کړو او لاسته راوړنو په اړه يې مالومات ورکړي او خپلې ټينګې ارادې يې ښودلې دي.