د عراق سترې محکمې د سپتمبر په ۷مه نېټې د صدر غورځنګ لخوا وړاندې شوې د پارلمان د منحلولو غوښتنه رد کړې ده.
د عراق سترې محکمې په همدې ورځ په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د هېواد د اساسي قانون له مخې، د پارلمان منحلول د محکمې دنده نه ده او که پارلمان خپلې دندې پر غاړه نه شي اخیستلی، نو پخپله يې لغوه کولی شي.
صدرغورځنګ په دې پلمه، چې پارلمان د تېر کال له اکتوبر راهیسې نه دی توانيدلی، چې د هېواد نوی ولسمشر وټاکي او نوی حکومت جوړ شي، نو محکمې ته يې د پارلمان د منحلولو غوښتنه وړاندې کړې وه.
د عراق د شعيه ګانو مذهبي مشر مقتد الصدر د ياد غورځنګ مشري کوي.
(هیله)